نهايي ستاژ ته د محصلينو د معرفي کولو غونډه ترسره شوه
Date:۲۹/۴/۱۴۰۴, Start Time: 9:00 - End Time: 01:30
Location: سپین غر پوهنتون
سپين غر پوهنتون (ننګرهار) د عمومي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژي پوهنځيو د لسګونو تنو محصلينو نهايي ستاژ ته د معرفي کولو غونډه ترسره شوه، چې پر مهال یې یادو محصلینو ته په سپین غر پوهنتون کې د درسي دورې د بشپړتيا تصديقونه ورکړل شول.
یاده غونډه نن يکشنبه (۲۹/۴/۱۴۰۴) د پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې ترسره شوه، چې د پوهنتون او تدريسي روغتون د رهبرۍ غړو، د پوهنځيو رئیس صاحبانو، د پوهنتون اداري، تدريسي او خدماتي مسؤلينو، محصلینو او سلګونو تنو مېلمنو په کې ګډون درلود.
د پوهنتون رئیس سید شمس الدین همت د پرانيستې وينا پر مهال ګډونوالو ته د ښه راغلاست او خوښۍ مراتبو په وړاندې کولو سره، محصلينو او ورسره راغليو مېلمنو ته مبارکي وويله. نوموړي د هېواد روغتيايي سېستم کې د ستونزو او اړتياوو په ذکر کولو سره له محصلينو څخه وغوښتل چې د فوق لېسانس برنامو سربېره په اړوندو تخصصي برنامو کې برخه واخلي. ښاغلي همت محصلينو ته د نهايي ستاژ په موخه د پوهنتون د معياري او مجهز تدريسي روغتون (سپين غر مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون) د شتون ډاډ ورکړ او د ځينو اړينو سپارښتنو سربېره یې د مؤسسې د راتلونکو پلانونو او پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال فضل الرحمن زیارمل محصلين د هغوی مسؤليتونو ته متوجه کړل او د ستاژ دورې او له هغې وروسته عملي ډګر کې اسلامي، انساني او طبي اخلاقي ارزښتونو ته د محصلينو د بشپړې ژمنتيا اړوند اړينې سپارښتنې او غوښتنې یې وکړې. د ښاغلي زيارمل له لورې محصلينو ته له سوګند ورکولو وروسته غونډه د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي بشرمل بشردوست په دعائيه وينا سره پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې سپين غر پوهنتون (ننګرهار) په خپل ۱۵ کلن تحصيلي ډګر کې تل په خپلو معياري طبي چوپړتياو سره په کار پوه او مسلکي فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، چې له ډلې يې ګڼ شمېر فارغانو په ملي او نړيوالو ازموينو کې د برياليتوب وياړ هم خپل کړی دی.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت