هوکړه لیکونه

تفاهم لیکونه یا (MoU) د دوه یا ډېرو اړخونو ترمنځ رسمي تړون دی، چې اړوندو کاري ساحو ته په کتو سره، د دواړه لوریو لپاره د همکارۍ او اړیکو شرایط په ګوته کوي. تفاهم لیکونو لپاره مشخصه موده نه ده خو د دایمي اړیکو د پاللو لپاره په اوږد مهاله ډول ترسره کېږي او په ځینو حالاتو کې د ځینو خاصو پروژو لپاره هم ترسره کېږي چې دوه اړخېز يا څو اړخيزې ګټې ولري. سپین غر پوهنتون د خپلو هر اړخیزه اړیکو د پراخولو او په ملي او سیمه ایزه کچه د غوره علمي بنسټ په حیث د پیژندلو لپاره، د علمي کادر غړو (استادانو)، اداري کارکونکو او محصلینو د ظرفیتونو لوړولو، په ټولنه کې د فعاله ونډه اخیستنې، څېړنیزو فعالیتونو د محصلینو د تبادلې پروګرامونو، ګډو علمي فعالیتونو د ترسراوي، د اداري او علمي سرچینو او اسانتیاو د تبادلې، د همکارۍ او اړیکو لپاره د قانوني او اصولي چوکاټ رامینځته کولو ترڅنګ، په ګڼ شمېر نورو فرعي برخو کې تفاهم لیکونه ترسره کوي او د یادو تفاهم لیکونو د ښه مدیریت او تطبیق په موخه کلني پلانونه ترتیبوي او په منظم شکل تطبیق کېږي. تاسې کولای شئ چې د پوهنتون په اړوندو فعالیتونو او ساحو کې د ملي او نړیوالو اداراتو سره د تفاهم لیکونو نور معلومات په لاندې برخه کې وګورئ.