د عملي زده کړو فرصتونه
سپین غر پوهنتون (ننګرهار) د خپل اصلي ماموریت تر څنګ چې تدریس، څیړنه او په ټولنه کې فعاله ونډه اخیستنه ده، د نورو ټولو اداري داخلي او بهرنیو خواو سره د اړیکو په برخه کې منظم او د نوي عصر د غوښتنو مطابق د بېلابېلو رسمي مکاتباتو او هوکړه ليکونو له لارې د عملي زده کړو ګڼ فرصتونه برابر کړي دي. پوهنتون د دې ډول خدماتو په وړاندې کولو سره غواړي چې خپلو برحاله محصلینو، فارغانو او د ټولنې نورو وګړو ته په پوهنتون کې دننه او د باندې د زده کړو زمینه مساعده کړي. د پوهنتون فارغان، برحاله محصلين او همدا راز د نورو تحصیلي بنسټونو فارغان چې غواړي تر فراغت وروسته په اداري او علمي برخو کې عملي زده کړې وکړي، سپین غر پوهنتون یې هر اړخیزه ملاتړ کوي او په لاندې برخو کې ورته د عملي زده کړو فرصتونه اعلانوي.
تاسې کولای شئ له لاندې برخې څخه د پوهنتون د اعلان شويو عملي زده کړو فرصتونو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ.
| ګڼه |
د دندې عنوان |
دندې اعلان د پیل نېټه |
دندې اعلان د پای نېټه |
نوم لیکنه |