سپین غر پوهنتون (ننګرهار) د څېړنې، تأليف او ژباړې دایمي معاونیت او اړوند دایمي تشکیل تر څنګ د څېړنو په برخه کې د پرېکړو او چارو د ښه تنظيم په موخه د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړونې او اعتبار اخیستنې د (۶) اصلي معیار (۱)، فرعي معیار (۳۸۹) ګڼه مورد له مخې د پوهنتون په کچه د څېړنو مرکزي کمېټه او د (۶) اصلي معیار (۱) فرعي معیار (۴۰۰) مورد له مخې د هر پوهنځي په کچه د څېړنو فرعي کمېټه ایجاد کړې ده.
په پوهنتون کې د څېړنو کمېټې اصلي (مرکزي) کمېټه د څېړنو، تأليف او ژباړې په برخه کې د پرېکړې کولو لومړنۍ مرجع ده - چې د موضوعاتو پر بنسټ د سلسله مراتبو په نظر کې نیولو سره - د پوهنتون علمي شورا ته د وروستۍ تائید په موخه استول کېږي. د پوهنځیو د څېړنو فرعي کمېټې غړي یا مسؤلین د چارو د همغږۍ په موخه په مرکزي کمېټه کې غړیتوب لري.
پوهنتون ډاډ ورکوي چې د معاونیت دایمي تشکیل ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړونې معیارونو، د پوهنتون اصلي دنده چې څېړنیز فعالیتونه دي او د ستراتیژیک پلان د یو مهم شاخص چې څېړنه ده، خپل فعالیتونه د هر کال په جریان کې د صلاحیتونو په محدوده کې تنظیموي او په دې برخه کې د واقعي څېړنو، تأليف او ژباړې په برخه کې خپله ژمنتیا څرګندوي. د پوهنتون د څېړنو د مرکزي کمېټې کاري ساحه او مسؤلیتونه په لاندې ډول ذکر کېږي:
1. د کمېټې ټاکل شويو موخو ته د رسېدو او ترلاسه کولو لپاره په دوامدار ډول کار کول.
2. په منظم ډول د کمېټې د چارو د ترسره کولو لپاره د کمېټې د کلني عملياتي پلان جوړول، تطبيقول او د تطبيق ربعوار او کلني راپورونه يې جوړول.
3. د منظم مهالوېش له مخې د کمېټې د مياشتنيو نوبتي مجالسو ترسره کول او د مجالسو د پرېکړو د تطبيق ربعوار او کلني راپورونه جوړول.
4. د کمېټې د فايلونو، اسنادو او ضمايمو په تنظیم، ساتنه او نوي کولو کې په پوره لېوالتیا سره برخه اخيستل.
5. د علمي څېړنو اړوند پالیسيو او طرزالعملونو ترتیب، تائید او تطبيقول.
6. محصلینو او استادانو ته د علمي او اکاډمیک پرمختګ لپاره د علمي څېړنو ترسره کولو او علمي مقالو خپرولو د ارزښت په اړه پوهاوی کول.
7. د علمي څېړنو په برخه کې د پوهنتون په کچه د استادانو او محصلينو د ظرفیت لوړونې په موخه د بهرنيو ژبو او مسلکي پرمختيا آمريت (PDC) سره په همغږۍ برنامې دايرول.
8. استادانو او محصلینو ته د څېړنو ترسره کولو، څېړنیزو مقالو لیکلو او خپرولو په اړه ورکشاپونه دایرول.
9. په پوهنتون کې د ټولو استادانو او محصلینو له خوا د ترسره کېدونکو څېړنو تنظیم، ارزول او معیاري کول.
10. په پوهنتون کې د ترسره کېدونکو علمي څېړنو د پلانونو (پروپوزلونو) تائیدول او د تطبيق په موخه يې د اړینو اسانتیاو برابرول.
11. په ملي او نړیوالو ژورنالونو او مجلو کې تر چاپ او خپرېدو څخه مخکې د استادانو او محصلینو له خوا د ترتیب شويو علمي مقالو ارزول او معیاري کول.
12. د علمي څېړنو اړوند نرمغالو (سافټويرونو) او پروګرامونو د زده کړې په برخه کې د استادانو او محصلينو د ظرفيت لوړونې په موخه د بهرنيو ژبو او مسلکي پرمختيا آمريت (PDC) سره په همغږۍ کار کول.
13. د څېړنیزو فعالیتونو په مقابل کې استادانو ته د مادي امتیازاتو تائید او د اجرأ په موخه اړوند مرجع ته وړاندې کول.
14. د څېړنو اړوند ټولو چارو کې د پوهنځي د علمي څېړنو فرعي کمېټو سره همغږي او لازمه همکاري کول.
15. د پوهنتون دننه د زده کړو او علمي ظرفیت لوړولو په منظور علمي څېړنې سرته رسول.
16. د پوهنتون اړوند سکتوري ادارو سره اړیکې درلودل او د ټولنې د اړتیا وړ موضوعاتو باندې علمي څېړنې ترسره کول.
17. د علمي څېړنو په برخه کې د پوهنتون اصلي موخو ته د رسېدو لپاره انکشافي او کاري پلانونو ترتیب او تطبيقول.
18. په پوهنتون کې د علمي او اکاډمیکو څېړنو ترسره کولو فرهنګ عامول او په دې اړه عامه پوهاوی کول.
19. په پوهنتون کې د کتابتون او څېړنې آمريت له خوا د معلوماتي ټکنالوژۍ آمريت په همکارۍ د فزيکي او برېښنايي کتابتون (E-Library) جوړول، غني کول او د پرمختګ لپاره يې کار کول.
20. په پوهنځيو کې د پايلیکونو او وروستي سمستر څېړنیزو پروژو له بهیر څخه ځان خبرول او له پوهنځيو سره په اړوندو چارو کې همکاري او د چارو څارنه کول.
21. د فرعي کمېټو مسؤلینو او غړو سره نږدې اړیکې ساتل او هغوی ته د پلان جوړونې او تطبيق پر مهال اړينې سپارښتنې او لارښوونې کول.
22. د مونوګرافونو او پايليکونو په برخه کې د فرعي کمېټو په مرسته د محصلينو پایلیکونه له کره او دقیقې کتنې وروسته اصلاح، تاييد او یا ردول.
23. د علمي مجلې د چارو تنظيم، مقالو ټولولو، تائيدولو، ردولو او خپرولو په برخه کې اړینې چارې ترسره کول.
24. په پوهنتون کې د آنلاین-آفلاين ژورنال/علمي مجلې (په ټولو شرایطو برابر) د ایجاد لپاره کار کول.
25. د علمي څېړنو اړوند ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون کول او د پوهنتون ښه استازيتوب کول.
26. په پوهنتون کې د څېړنیزو پروګرامونو او کنفرانسونو وړاندې کول.
27. د نورو هغو سرچینو معلومات ساتل چې د پوهنځيو استادانو علمي څېړنیزې لیکنې او مقالې په کې چاپ شوي وي.
28. د څېړنیز مرکز فعال ساتلو ته پاملرنه کول او په کې له روانو لابراتواري څېړنو څخه څارنه او نظارت کول.
29. په پوهنځيو کې د څېړنې فرعي کمېټې د ارزونې په مهال د ارزونکو پوښتنو ته ځواب ويل او اړين اسناد ورته په ښه ډول برابرول.
30. د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د قانون په رڼا کې ورته د اړوند ذیصلاح مقاماتو له لورې ورسپارل کېږي.