د محصلینو ټولنه

د محصلانو ټولنه  (شورا)

سپین غر پوهنتون  (ننګرهار) د خپلو علمي، تحصیلي او څېړنیزو خدمتونو او فعالیتونو په لړ کې د پوهنتون برحاله محصلینو ټولنه (شورا) رامنځته کړې ده. په شورا کې د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو د ټولګيو استازي، د ټولګي ممتاز او لومړۍ درجه محصلین او هغه محصلین، چې د لوړو استعدادونو او نوښتونو پر بنسټ په پوهنځي کې غوره ګڼل شوي وي، د ټولنې د غړو په توګه ټاکل کېږي.

دا شورا په پوهنتون کې د علمي، تدریسي، اداري او څېړنیزو فعالیتونو د لا معیاري کولو په موخه د نظرونو، وړانديزونو او په اړوندو برخو کې د چارو د ښه والي په موخه د شکایتونو راټولولو، تحلیل، او اړوندو څانګو سره د ستونزو د شريکولو، د ټولګيو له نورو محصلینو سره د پوهنتون د اهدافو، فعالیتونو او د پوهنتون له خوا د اړینو خبرتیاو او موضوعاتو شریکولو او په موخه رامنځته شوې او په ربعه وار ډول جلسات ترسره کوي. د محصلانو شورا د پورته عمده برخو ترڅنګ، لاندې اهداف هم په نښه کوي او په اړونده برخه کې فعالیت کوي.

د محصلینو ټولنې (شورا)  عمده دندې

1.     د پوهنتون ستراتېژيکو اهدافو د تحقق لپاره د محصلانو ملاتړ او همکاري جلبول.

2.     د پوهنځيو او نورو برخو کلني پلانونو جوړونې پر وخت د محصلانو نظرونه اخيستل.

3.     د پوهنځيو او نورو برخو د اجرأتو د غوره والي په اړه د محصلانو وړانديزونه اورېدل.

4.     د پوهنځيو او نورو برخو له لورې د ترسره شويو فعاليتونو په اړه د محصلينو رضايت کچه معلومول.

5.     د پوهنتون شموله علمي برنامو له تطبيق وړاندې محصلينو سره د يادو برنامو د بشپړ اغېزناکتوب په اړه مشوره کول.

6.     د تدريسي، څېړنيزو او علمي نشراتو په اړه د محصلينو نظرونه اخيستل.

7.     د استادانو او اداري کارکونکو سره د محصلينو د همغږۍ کچه لوړول.

8.     د ازموينو، درسي لوست توکو منځپانګې او درسي مېتود د لا ښه والي په اړه د محصلينو وړانديزونه تر لاسه کول.

9.     د لوړو زده کړو وزارت غوښتنو په رڼا کې - په ځانګړي ډول د محصلينو انضباطي پاليسۍ، عدالت او انصاف پاليسۍ، شکايتونو او نظم او ډسپلين پاليسۍ د تدوين او تطبيق په موخه - د محصلينو نظرونه اخيستل او په يادو پاليسيو کې يې ځای پر ځای کول.

10.  د پوهنتون د پاليسيو پوره تطبيق په موخه د محصلينو ترمنځ عامه پوهاوی رامنځته کول.

د محصلينو ټولنې (شورا)  جوړښت

1.     د محصلانو چارو مرستيال د شورا رئیس په توګه.

2.     د پوهنتون عمومي رئيس د شورا د غړي په توګه.

3.     د علمي او اداري چارو مرستيالان د شورا د غړو په توګه.

4.     د کيفيت لوړونې او علمي څېړنو آمر د شورا د غړو په توګه.

5.     د کارموندنې او مشوره ورکونې آمر د (منشي) په توګه.

6.     د درې ګونو پوهنځيو د ټولو برحاله ټولګيو اول نمره محصلين د شورا د غړو په توګه.

7.     د درې ګونو پوهنځيو د ټولو ټولګيو استازي محصلين د شورا د غړو په توګه.

د ټولنې (شورا) د رئيس مسؤليتونه

1.     د محصلينو سره په ربعوار ډول د مجلس يا په يو کال کې د څلورو مجالسو لپاره له ټولو غړيو څخه اجنډاوې غوښتل.

2.     د محصلينو شورا تر جلسې وړاندې د کنفرانسونو په تالار کې د اړينو ترتيباتو په اړه ډاډ ترلاسه کول.

3.     د شورا اجنډاوې او پرېکړې پروتوکول کتاب کې ليکل او پرېکړې ټولو اړوند برخو سره د اجرأتو په موخه شريکول (د شورا مُنشي).

4.     د شورا غړيو محصلينو ترمنځ د نېکو اړيکو ساتلو لپاره کار کول.

5.     د شورا غړيو محصلينو شهرت د شورا په فايل کې ساتل (نوم، د پلار نوم، آی ډي نمبر، کلاس کوډ، اړيکو شمېره، برېښناليک).

6.     د شورا غړي محصلينو کې خوځښت او تحرک رامنځته کول، ترڅو د پوهنتون عمومي وضعيت د لا غوره والي او پرمختګ په موخه په مجلس کې مؤثرې، ګټورې او د تطبيق وړ نظرونه او طرحې وړاندې کړي.

د ټولنې (شورا) د غړيو مسؤليتونه

1.     په ټاکلي وخت مجلس ته حاضرېدل.

2.     د مجلس له اجنډاو ځان خبرول او په مجلس کې فعاله ونډه اخيستل.

3.     په مجلس کې د نورو ګډونوالو نظرونو ته احترام درلودل.

4.     په مجلس کې د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو خلاف غوښتنه نه کول.

5.     په مجلس کې ذکر شوي مسايل د نورو محصلينو او اداري کارکونکو سره - د مجلس د پرېکړو په رڼا کې - شريکول.

6.     په مجلس کې د پوهنتون د پياوړتيا او پرمختګ لپاره هر ډول لنډ مهاله، منځمهاله، اوږدمهاله يا لږ لګښت لرونکي، ډېر لګښت لرونکي، بې لګښته يا پوهنتون شموله، ولايت شموله، زون شموله عملي – ټولنيز مسايلو اړوند طرحې وړاندې کول.

Image

کال - 2024