د پوهنتون او تدريسي روغتون د کار کوونکو کلنۍ ستاينغونډه ترسره شوه!
Date:۳/۴/۱۴۰۴ ل. ل, Start Time: 9:00 - End Time: 02:00
Location: سپين غر پوهنتون
سپین غر پوهنتون (ننګرهار) د کیفیت لوړونې اصلي کمېټې او مستقیم آمرینو له خوا د ټولو اداري واحدونو او کمېټو د ۱۴۰۳ لمریز کال له چارو څخه د کلنۍ ارزونې پر بنسټ، د پوهنتون او سپین غر مومند پنځوس بستريز معالجوي او تدریسي روغتون علمي او اداري کارکوونکي او خدماتي، تخنيکي او امنيتي کارکوونکي د کار کوونکو کلنۍ ستاينغونډې په ترڅ کې وستايل شول.
د ستاينغونډې د پرانیستې وینا پر مهال د پوهنتون مؤسس او د اُمنا هیئت مشر انجنیر احسان الله مومند ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست سربېره د پوهنتون او روغتون د اړوندو مسؤلينو د غوره کړنو، باکیفیته اکاډمیکو خدمتونو، لاسته راوړنو، اخلاص او په پوره ژمنتیا سره د چارو د ترسراوي له کبله مننه وکړه. ښاغلي مومند په ټولو اداري او تدریسي چارو کې د بشپړ مادي او معنوي ملاتړ ډاډ څرګند کړ او په ورته وخت کې یې له ټولو مسؤلينو څخه خپلو چارو ته د لا غوره پاملرنې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د پوهنتون عمومي رئیس سيد شمس الدين همت ستاينغونډه کې د وينا پر مهال د ترسره شوې۱۴۰۳ لمریز کال کلنۍ ارزونې د ترسراوي د څرنګوالي، شفافیت، عدالت، د پلان شويو او ترلاسه شویو اهدافو او فعاليتونو احصائیوي ارقامو او د ارزونو د پايلو په اړه اړین معلومات شریک کړل او دا پروسه یې د ادارو د پرمختګ او کیفیت لوړونې په برخه کې مهمه او ارزښتمنه وبلله. نوموړي د کارکوونکو د هڅونې او ستاينې د اړتيا او ارزښت په اړه هم خبرې وکړې او د چارو د غوره تنظيم او اهدافو ته په ښه ډول د رسېدنې په موخه یې له ګډونوالو سره خپلې غوښتنې او سپارښتنې شريکې کړې.
د ويناو په پای کې د پوهنتون او تدریسي روغتون يو شمېر ستوري اداري کارکوونکي او استادان او ګڼ شمېر غوره اداري کارکوونکي، استادان او خدماتي، تخنيکي او امنيتي کارکوونکي په معنوي او مادي امتیازاتو، جوایزو او ستاینلیکونو ورکولو سره وستایل شول. د دې سربېره د پوهنتون له لورې په تېر ملي علمي-څېړنيز کنفرانس کې د چارو د غوره تنظيم، ترسراوي او ونډې له کبله هم پنځلس (۱۵) تنو همکارانو ته ايوارډونه ورکړل شول.
د يادونې وړ ده چې سپين غر پوهنتون په کلني ډول د علمي او اداري واحدونو او کمېټو له چارو څخه د کلنۍ ارزونې د پايلو پر بنسټ، د پوهنتون د کارکوونکو د امتيازاتو او مکافاتو پالېسۍ له مخې، اړوندو اداري کارکوونکو ته دا ډول ستاينغونډې برابروي او هغوی د مادي او معنوي مکافاتو په ورکړې سره ستايي.
د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت