Events

سپین غر پوهنتون د ملي علمي-څېړنیز کنفرانس

Date:., Start Time: . - End Time: .
Location: سپين غر پوهنتون

سپین غر پوهنتون  ویاړي چې لومړي ځل لپاره په افعانستان کې روغتیايي سېستم ته کتنه: ستونزې، فرصتونه او حل لارې تر عنوان لاندې علمي څېړنیز کنفرانس ترسره کوي. دا کنفرانس د پوهنتون د ماموریت په لړ کې دی، چې موخه یې د علم پرمختګ، د علمي څېړنو له لارې د ټولنې شته روغتیايي ستونزو ته د هواري لارې معرفي کول دي. برسېره پر دې په دې علمي څېړنیز کنفرانس کې به روغتیا سېستم کې د شته ستونزو د هوارۍ په موخه د اغیزمنو ستراتیژیو د تبادلې لپاره یوه کړنلاره جوړه او په ګڼو ناروغیو به علمي بحثونه وشي. کنفرانس به د امارتي ادارو د خصوصي سکتور، روغتیايي بنسټونو او د روغتیا په برخه کې د خدمتونو د وړاندې کوونکو نړیوالو ادارو ترمنځ همکاري پیاوړې کړي. د وژونکو نارغیو څخه به د ځان ساتنې لپاره عامه پوهاوی هم ترسره شي. د دې کنفرانس د اصلي محورونو، امتیازاتو، مانوسکریپټونو د ژبو، مانوسکریپټونو د منلو د نیټې او کنفرانس د دایریدو د ځای او نیټې په اړه نور معلومات په لاندې ډول دي.

د کنفرانس محورونه:

1.  د تازه رامنځته شويو روغتيايي ناورينونو (پانډمي)، په ځانګړي ډول کرونا څخه، اړوندو ادارو (دولتي، نا دولتي مرستندويه ادارې او خصوصي سکتور) لپاره ترلاسه شوي درسونه او عبرتونه 

2.  د مور، نوي زېږيدلي او کوچنيانو روغتيا (له زېږون وړاندې مراقبتونه/ ANC ، په روغتيايي مرکزونو کې زېږون، له زېږون وروسته مراقبتونه/ PNC، د نوي زېږېدلي مراقبتونه/ NBC، د ناروغيو پر وړاندې معافیت) 

3. د افغانانو، په ځانګړي ډول خطر سره د مخامخ يا حساسو وګړو (پنځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومان، امېدواره مېرمنې، بېرته راستنېدونکي کډوال، داخلي بې ځایه شوي، معلولين ... او داسې نورو) د عذايي خونديتوب اوسنی حالت: ستونزې، فرصتونه او حل لارې 

4. د هيوادوالو، په ځانګړي ډول زيان منو حساسو وګړو (پنځه کلنۍ څخه کم عمره کوچنيان، امېدواره مېرمنې، بېرته راستنېدونکي کډوال، داخلي بې ځايه شوي وګړي، معلولين او داسې نورو)، رواني روغتيا او د ملاتړ لارې چارې

5. د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو د جوړښت، ستراتيژي، پاليسي او طرزالعملونو انتقادي کتنه: ستونزې، فرصتونه او حل لارې

6.      د ساري ناروغیو د تشخیص، د تشخیص طریقو، درملنې، وقايې او اپدميولوژيکو څېړنو اړوند فرصتونه او ننګونې

7.      د غیر ساري ناروغيو تشخیص، د تشخیص طریقې، درملنه، وقايه او اپدميولوژيکي څېړنې: ستونزې، فرصتونه او حل لارې 

8.      د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې د هوا د ککړتيا حالت: د ښه والي پر وړاندې يې پرتې ستونزې او شته فرصتونه

9. طبي کار کوونکي (مسلکيتوب، مهارتونه، سلوک، کاري ژمنتيا): ستونزې، فرصتونه او حل لارې

10. له هيواد څخه بهر د تشخيص يا/او درملنې لپاره د ناروغانو د تګ علتونه: ستونزې او حل لارې 

11. خواړه او د څښاک اوبه: د پاکوالي او حفظ الصحې اوسنی حالت، شته ستونزې او حل لارې

12. ثالثو، جامع او لومړنيو صحي خدمتونو ته لاس رسی: ستونزې، فرصتونه او حل لارې

13. د مخدره توکو د کارونې کچه، د مخنيوي او کنټرول پر وړاندې يې ننګونې او حل لارې

14. د روغتيايي مالوماتو د سیستم (HMIS) اړوند ستونزې، فرصتونه او حل لارې

15.د روغتيايي خدماتو ترلاسه کولو لپاره د هيوادوالو مالي توان ته کتنه  

16. په افغانستان کې د طبي څېړنو پر وړاندې خنډونه او حل لارې 

د مقالو منلو وروستۍ نېټه:

۱۵/جدي/ ۱۴۰۳ مطابق ۰۴/ رجب/۱۴۴۶ ،  04-Jan-2025

د کنفرانس ځای: 

سپين غر پوهنتون  (ننګرهار)

 څېړونکو لپاره امتيازات:
1.     د نورو ولايتونو څخه راغليو څېړونکو ته د سفريې د اجراء سربېره، د استوګنې ترتيبات هم په پام کې نيول شوي دي.

2.     د تائيد شويو عنوانونو ارايه کوونکو ته به د هر عنوان په مقابل کې مناسبه حق الزحمه ورکول کيږي.

3.     تائيد شوې څېړنې به سپين غر طبي علمي-څېړنیزه مجله کې نشرېږي او د لوړو زده کړو وزارت له خوا به د استادانو د علمي ترفېع لپاره د ملي مقالې په توګه منل کېږي.